د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م د سرمنشي وياند ستيفاني دوجاريک د می په ٨مه نېټه وويل چې سرمنشي انتونيو ګوټريس ايمانويل مکرون ته د فرانسي د ولسمشر په توګه ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي وويله.
نوموړي په همدې ورځ وويل د م م سرمنشي د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو کې د برياليتوب په مناسبت ټولو فرانسويانو ته مبارکۍ څرګنده کړه او هيله ده چې د خپل هېواد له نوي ولسمشر سره همکارۍ وکړي. هغه وويل چې فرانسه د م م بنسټ ايښودونکی غړی او د امنيت شورا د دايمی شورا غړی هم دی او م م له دغه هېواد سره دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |