CRI Online

پاکستان کې د نجونو د يوه ښوونځي بيدون چاودنې ۲ پوليس ټپيان کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-09 09:33:29

پر ځايي وخت د می په اتمه نېټه د پاکستان په شمال لويديځ کې د نجونو د يوه ښوونځي څخه بهر يوه چاودنه وشوه چې له امله يې ۲ پوليس ټپيان شوي دي. د چاودنې پر مهال په دغه ښوونځي کې زده کوونکي نه وو او درسونه نه وو پيل شوي ، نو زده کوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه ښوونځی د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت مرکز پېښور ښار په څنډو کې دی. د ځايي چارواکو له قوله چاوديدونکي توکي د ترهګرۍ ضد پوليس موټر د تېرېدو پرمهال چاوديدلي چې له امله يې ۲ پوليس ټپيان شوي او د دغه ښوونځي دروازه او ځيني ديوالونه ويجاړ شوي . پوليسو ورپسې د دغې چاودنې په شاوخوا کې نور چاوديدونکي توکي هم پيدا او بې کاره کړي دي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای