CRI Online

د امريکا او روسيې خارجه وزيران به په واشنګټن کې د اوکراين او سوريې مسئلو په اړه بحث وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-09 10:54:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مې په اتمه نېټه وويل، د امريکا او روسيې خارجه وزيران ريکس تيليرسون او سيرګي لاوروف به د مې په لسمه نېټه په واشنګټن کې د اوکراين او سوريې مسئلو او د امريکا او روسيې ترمنځ د اړيکو په اړه بحث وکړي.

د امريکا خارجه وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دواړه خواوې به د اوکراين په ختيځ کې د وضعيت د ثباتولو او د مينسک تړون د تطبيق کولو په اړه بحثونه وکړي، د سوريې مسئلې په اړه به دواړه خواوې د سوريې ترينګلتيا د کمولو او سوريانو سره د بشري مرستې د کولو په اړه سلامشورې وکړي.

اوس د امريکا او روسيې تر منځ اړيکو کې ډېرې ستونزې دي. ريکس تيليرسون د روانې مياشتې په درېيمه نېټه ويلي و، اوس د امريکا او روسيې ترمنځ متقابل اعتماد نشته، دواړه خواوې بايد د خپلمنځي اړيکو د لا سختېدو د مخنيوي لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای