CRI Online

م م د تښتول شوو ۸۲ نايجريايي نجونو پر خوشي کېدو خوښي څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-09 11:12:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک د مې په اتمه نېټه وويل م م د د تښتول شوو ۸۲ نايجريايي نجونو پر خوشي کېدو خوښ دي او هر کلی يې کوي. م م د دغو نجونو او د لا بې درکۍ په حال کې د پاتې نورو نجونو روغتيايي حالت او امنيت ته پاملرنه کوي، هغه غوښتنه وکړه چې د دغو نجونو د کورنيو په شمول د ټولنې غړي او ټول نايجريانيان په پوره توګه دوی ومني او ور څخه دې ملاتړ وکړي تر څو دغه نجونې بيا په ټولنه کې جذب شي.

يو نايجريايي مامور د می په ۶مه نېټه دغه خبر تصديق کړ چې د بوکو حرام ډلې لخوا تښتول شوې ۸۲ نجونې په بورنو ايالت کې خوشي شوې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای