د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د لومړي موټري شرکت څو ورځې مخکې تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز تر لارښوونې لاندې، د دې شرکت بهرنۍ معاملې په ۴۸ هېوادونو کې شته چې د موټرو په برخه کې چيني شرکتونو سلسله کې د چين څخه بهر ته ننوتلو د تګ مهم ښودنه کوي.
څو ورځې مخکې په روسيه کې د چين د لومړي موټري شرکت د بنګ تنګ X80 په نوم د نوی ډول موټر په مسکو کې بازار ته ننوتلی. دا په روسيه کې د دې شرکت لومړی هغه ډول موټر دی چې د طرحې او جوړونې کارونه يې ټول په روسيه کې تر سره شوي. د لومړۍ ډلې ۸۷ موټرونه به د روسيې د لسو شرکتونو له لارې وپلورل شي.
اوس د چين لومړي موټري شرکت د ايران، پاکستان، جنوبي افريقا او ماليزيا په شمول د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې د پرزو او د بسته بندۍ فابريکې جوړې کړې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |