CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز د پرمختيايی هېوادوتو ترمنځ د همکارۍ نمونه ګرځېدلې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-05-09 15:23:58

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پرمختيايي هېوادونو د چارو په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي جورج چيديک څو ورځې مخکې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د پرمختيايي هېوادونو تر منځ همکارۍ کې د يو مهم مقام په توګه، چين د دې همکارۍ لارښوونه کړې او کوي يې. د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز د پرمختيايي هېوادوتو ترمنځ د همکارۍ نمونه ګرځېدلې ده.

چيديک وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ لوړپوړی فورم به ژر په بېجينګ کې ترسره شي. د بريکس هېوادونو د مشرانو نهم ملاقات به په راتلونکې سپتمبر کې د چين په شيا من ښار کې جوړ شي. د چين دغه دواړه ډيپلوماتيکې کړنې د پرمختيايي هېوادونو له همکارۍ سره نږدې اړيکې لري او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو لا هڅونه به وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای