CRI Online

په افغانستان کې د عالمانو شورا يو غړی ووژل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-09 16:29:05

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سې شنبې په ورځ په پروان ولايت کې يوه چاودنه وشوه چې له امله يې د دې ولايت د عالمانو شورا رئيس ووژل شو او اوه تنه نور ټپيان شول.

د مالوماتو له مخې، دغه چاودنه په يوه ځايي ديني زده کړو مدرسه کې وشوه او هغه وخت د پروان ولايت د عالمانو شورا مشر مولوی عبدالرحيم حنفي د يو ټولګي زده کوونکو ته د قران مجيد په لوستلو بوخت و. ټول ټپيان زده کوونکي دي.

تر اوسه هېچا يا ډلې د دې پېښې پړه نه ده منلې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای