CRI Online

د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس: د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نړيوال کېدو د پرمختګ لپاره د چين نظريه وړاندې کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-09 16:39:23

د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس به د می له ١٣مې نيټې څخه تر ١٥مې نيټې پورې له چين څخه کتنه وکړي او په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې په اړوند د نړيوالې همکارۍ په سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي. هغه به د م م د سرمنشي په توګه د کار له پيل وروسته د لومړي ځل لپاره چين ته سفر وکړي. ګوټريس د می په ٨مه نېټه د م م په عمومي مقر کې چيني خبري رسنيو ته وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نړيوال کېدو د پرمختګ لپاره د چين ښه نظريه وړاندې کړه او د نړيوالو مسئلو د حلولو او د نړيوالې همکارۍ د هڅونې په ترڅ کې به مهم خدمتونه تر سره کوي.

ګوټريس وويل (اواز)

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نړيوالو مسئلو حلولو او د نړيوالې همکارۍ د هڅونې لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي چې د چين مسئولانه رويې يې څرګند کړې دي. زه خوشحاله يم چې د يو کمربند او يوې لارې په سرمشريزه غونډه کې ګډون ولرم.

هغه وويل دغه غونډه به نړۍ ته د يو کمربند او يوې لارې په اړوند د وړانديز ښودنه وکړي. (اواز)

دغه غونډه به ګډون کوونکو ته د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې ټولې روانې پروژې معرفي او وښيي. دغې پروژې په تيره بيا د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ پروژې د بېلا بېلو ځايونو تر منځ د تګ راتګ لپاره مهم رول لري. دغه راز به دغه غونډه به ګډون کوونکو ته فرصتونه برابر کړي چې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د تر ټولو ښو اغيزو په هکله بحثونه وکړي تر څو په زغم لرونکې او دواملرونکې توګه د نړيوال کېدو پرمختګ هڅونه وکړي.

اوس زيات خلک د نړيوال کېدو، د ازادې سوداګرۍ او د نړيوال کېدو له بهير څخه د خلکو د ګټو په هکله شکونه لري. نو موږ بايد د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې خلکو ته عقيده ورکړي تر څو دوی پر دې باور پيدا کړي چې د نړيوال کېدو پرمختګ به يو ښه شکل وګرځي او د نړۍ ازادې سوداګرۍ به ټولو ته ګټې ورسوي. د يو کمربند او يوې لارې سرمشريزه غونډه به په دې اړوند دغه فرصت او ډګر برابر کړي.

ګوټريس وويل چې د نړيوال کېدو پرمختګ په ترڅ کې منفي اغيزې هم شته. نو د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه او نړيوال سازمانونه اړوندې پروژې پراخوي او د پانګونو او ښه والي تګلارې لټوي تر څو د نړيوال کېدو پرمختګ لا زياتو کسانو ته ګټې ورسوي په تېره بيا ضعيف کسان په دې بهير کې برخمن شي. د نړيوال کېدو د منفي اغيزو د ليري کولو لپاره دې په دې بهير کې نامعقولې لارې ښه والی ومومي، د عدالت او مساوات هڅونه دې وشي او د نړيوال کېدو،خو د نړۍ د ازادې سوداګرۍ ليري نه شي.

کوټريس وويل(اواز)

د م م په اړه د ٢٠٣٠ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د نړيوالې ټولنې تر پيژندنې لاندې د نړيوال کېدو له ننګونو سره د مقابلې کولو د اغيزمنې لارې په توګه ګڼل کېږي. په همدې وخت کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز به په اغيزمنه توګه د ٢٠٣٠ کال د دواملرونکې پرمختګ د هدف د عملي کېدو هڅونه وکړي او د ستونزو ليري کولو او د پرمختګ موندلو په چارو کې له زياتو هېوادونو په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو سره به مرسته وکړي. د دغه وړانديز او د م م په اړه د ٢٠٣٠ کال د پرمختګ اجنډا له هدفونو سره يو شان دی. په دغه وړانديز کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ پياوړتيا د سيمه ييز تګ راتګ او د خلکو تر منځ د ارتباتاتو زياتوالي او د سوداګرۍ د پرمختګ پرمخبوزي چې د ٢٠٣٠ کال د دواملرونکي پرمختګ د هدف عملي کېدو لپاره ګټور دی.

اوس د يو کمربند اويوې لارې وړانديز څه دپاسه سل هېوادونه او نړيوال سازمانونه راجلب کړی او چين له څه دپاسه څلوېښتو هېوادونو نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې دا امکان شته چين له نورو نژدی شلو هېوادونو او شلو نړيوالو سازمانونو سره همکاريز سندونه لاسليک کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای