د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د م م د کډوالو چارو ادارې جګ پوړي استازي فيليپو ګرادي د می په ٧مه نېټه په ژنيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د تيرې اونۍ په پای کې د مديترانې په سمندر کې د کډوالو سپرلۍ بيړيو د ډوبېدو پيښو ته پاملرنه څرګنده کړه او له بېلا بېلو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې د کډوالو مسئلې د حلولو لپاره کوښښونه وکړي.
نوموړي وويل د تيرې جومې راهيسی شاو خوا ٦٠٠٠ کډوال د مديترانې سمندر له لارې ايتاليې ته رسيدلي چې د روان کال له پيل څخه راپدې خوا د سمندر له لارې اروپا ته د داخل شويو کډوالو شمېر ٤٣زرو تنو ته رسيدلی دی. د روان کال د پيل راهيسی څه دپاسه يو زر ١٥٠ تنه کډوال اروپا ته د ورتګ په لاره کې ورک او يا مړه شوي دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |