د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران د تسنيم نيوز اژانس د می په ۹مه نېټه خبر ورکړ چې تر اوسه پورې د روانې مياشتې په ۳مه نېټه په ګلستان ولايت کې د سکرو کان د پېښې له امله ۴۲ تنه وژل شوي دي.
تر يادې پېښې وروسته د ايران ولسمشر حسن روحاني د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د سکرو کان پېښې په ځای کې د وژل شويو کسانو کورنيو ته خواشيني څرګنده کړه او د کارګرو له استازو سره يې مستقيمې خبرې اترې وکړې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |