د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په نهمه نېټه د فرانسې له منتخب ولسمشر ايمانويل ماکرون سره ټلېفوني خبرې وکړې.
رئيس شي جين پينګ د فرانسې د ولسمشر په توګه د ايمانويل ماکرون د ټاکنې له امله مبارکي وويله. نوموړي وويل، چې د چين او فرانسې ترمنځ اړيکې تاريخې بنسټ لري او د چين په ډيپلوماسي کې مهم مقام نيسي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۵۳ کلونو راهيسې، دوه اړخيزې اړيکې له نړيوالو ازموينو څخه وتلی دی او نوې مرحلې ته ننوتلی دی. دا د دواړو هېوادونو د خلکو او د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون خوري.
ولسمشر ماکرون د رئيس شي جين پينګ له مبارکۍ څخه مننه څرګنده کړه. هغه وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستي شته او په هره ساحه کې دوه اړخيزې همکارۍ ژورې دي. زه له چين سره د اړيکو ټينګښت ته په ډېره درنه سترګه ګورم. د فرانسې نوی حکومت به په پر له پسې توګه له چين سره د اړيکو د ټينګېدو پر لايحې او د يو چين پر پيژندنې ټينګار وکړي. دغه راز، فرانسه غواړي د ډيپلوماسي، اقتصاد او صنعتي چارو په ساحو کې او د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د اقليمي بدلون د مخنيوي او د شلو هېوادونو ډلې د همکارۍ د پياوړتيا په هکله له چين سره ژورې همکارۍ وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |