د سين هوااژانس د خبر له مخې: د جنوبي کوريا د مرکزي ټاکنو اداې کميټې د می په لسمه نېټه سهار وختي د ولسمشريزو ټاکنو رايو شمير خپور کړ چې له مخې يې د مينجو ګوند کانديد مون جاين د ١٩مې دورې په ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی شو او د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
پر ځايي وخت د می په لسمه نېټه سهار وختي په شميرل شويو ٨٨اعشاريه ٧سلنې رايو کې مون جاين ٤٠اعشاريه ٣ سلنه او د ليبيرتي کوريا ګوندکانديد هونګ جون پيو ٢٥سلنه رايې تر لاسه کړې. دا تصديق شوی چې مون جاين د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
مون جاين په ٩مه نېټه شپه په سيول کې د ګوانګ هوا مون په ډګر کې د خپلې وينا په خپرولو سره وويل چې دی به له خلکو سره يو ځای د جنوبي کوريا د راتلونکې لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |