د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د مې په نهمه نېټه وويل، چمتو يم چې د اسرائيلو له صدراعظم نيتانياهو سره سوله ييزې خبرې اترې وکړم.
هغه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د المان له ولسمشر فرانک والټير سټينمير سره د ليدنې وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې يادې خبرې وکړې. هغه وويل، ما په واشنګټن کې له ډونالډ ټرمپ سره د ليدنې په وخت همدا دريځ څرګند کړ. چمتو يم چې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د نوې دورې په خبرو اترو کې له بنجامين نيتانياهو سره وګورم.
سټينمير وويل، د دواړو هېوادونو پلان د فلسطين او اسرائيلو تر منځ خبرې د حل و فصل يوازنۍ لاره ده. هيله من يم چې اړوندې خواوې د دې پلان د حل و فصل لپاره ګډ کوښښونه وکړي. ډېر خوشحال يم چې فلسطين او اسرائيلو سره بيا تماس نيسي او د سوله ييزو خبرو اترو بيا پيل ته سترګې په لار يم. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |