CRI Online

د پرمختګ نقشې ټاکنه او له ننګونو سره ګډ مقاومت د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د سرمشريزې غونډې مطلب دی

cri     (GMT+08:00) 2017-05-10 09:43:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په نهمه نېټه وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو په جريان کې رامنځته شوي ستونزې او ننګونې عادي حالات دي. د پرمختګ نقشې ټاکنه او له ننګونو سره ګډ مقاومت د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د سرمشريزې غونډې مطلب دی. زه پر دې باور لرم چې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان به له ننګونو سره د مقاومت او د ستونزو د لېرې کولو په حال کې په مسلسل ډول پلی شي.

هغه وويل، د نړيوال پولي صندوق د پېښېدو وروسته، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا ګامونه ورو دي، د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ لارې په مخ کې ستونزې او ننګونې شتون لري. د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا، له ننګونو سره د مقاومت او بېلا بېلو هېوادونو، په تيره بيا د پرمختيايي اروپايي او اسيايي هېوادونو د انکشافي ستونزو د حل و فصل لپاره وړاندې شو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای