CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د عکسونو نندراتون د م م په مقر کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-10 14:46:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم به ژر په بېجينګ کې ترسره شي. په دې موقع کې د نړيوالې همکاريو پياوړي کولو او د ګډو ګټو پر بنسټ د پرمختګ تر عنوان لاندې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د عکسونو نندارتون د مارچ په اتمه نېټه د م م په مقر کې پرانيستل شو. د م م د سرمنشي د دريو مرستيالانو په شمول د م م د ډېرو مامورينو، په م م کې د بېلا بېلو هېوادونو د ډيپلوماتانو په ګډون څه دپاسه درې سوه تنو د دې نندارتون په پرانسيتونکو مراسمو کې ګډون کړی.

دغه نندارتون به تر يوې اوونۍ پورې دوام ولري او د تګلارو د پېژندنې، د تاسيساتو د بشپړېدو، د سوداګرۍ د تګ راتګ، د پيسو د راغونډولو او د خلکو ترمنځ د تفاهم په شمول د پنځو برخو له لحاظه به په هراړخيزه توګه د يوه کمربند او يوې لارې د پرمختګ نظريه، مرحله ييزې لاسته راوړنې او ستر ارزښت څرګند کړي. د م م د سرمنشي مرستيالې امينه محمد د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، م م د يوه کمربند او يوې لارې د وړانديز او د بېجينګ د سرمشريز فورم په اړه پوره باور لري. هغې وويل

((ډېره وياړم چې په دې وړانديز کې ګډون کوم. په تېرو څو اوونيو کې د يوه کمربند او يوې لارې جوړونه تل زموږ د خبرو اترو عمده عنوان و. له دې وړانديز څخه هغه نړيوالې همکاريزې اړيکې ښکاري چې د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ له اجنډا سره سمون خوري. په عين وخت کې دغه وړانديز يو ګټور فرصت برابر کړی چې خلک به وګوري چې د زرو مليارډو يوانو په ارزښت پانګونې څنګه په ارزښتناکه توګه لګول کېږي. دغه وړانديز خلک راغونډولای شي، ځوانانو ته حقونه ورکولای او ټولو کسانو ته د روزګار ښه فرصتونه برابرولای شي. ))

امينه محمد چين ستايي چې د م م د دوامدار پرمختګ موخه د خپل ابادۍ په پلان کې يې شامله کېږي او د سيمې او نړۍ د ګډې سمسورتيا لپاره يې خدمتونه ترسره کړي دي. دې وويل

((د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې له وړانديز څخه مو دا ليدلي چې چين د ديارلسم پنځه کلن پلان د ټاکلو په وخت کې د م م د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا ته کليدي مقام ورکړی. د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز به د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او ګډې سمسورتيا، د پرمختيايي هېوادونو تر منځ او د پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو لپاره ريښتني خدمتونه ترسره کړي.))

په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز له وړاندې کېدو څخه تر اوسني پرمختګ پورې بهير بيان کړ او د بېجينګ د سرمشريز فورم د تياريانو په هکله يې مالومات وړاندې کړل. ده وويل، د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د چين خپله نظريه نه ده، خو د بېلا بېلو هېوادونو په ګډون ګډه نظريه ده. هغه وويل

(( د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز يوه داسې نړيوال توليد دی چې بېلا بېلې خواوې ترې ګټه اخيستلې شي. دغه وړانديز د اوسني سيمه ييز همکاريز ميکانيزم د پر ځای کولو نيت نه لري، خو په اوسني بنسټ کې د ستراتيژيکو همکاريو او يو د بل کمښت د پوره کولو کارونه پياوړي کوي تر څو سيمه ييز توپيرونه کم شي.))

تر اوسه پورې څه دپاسه سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د يوه کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ څرګند کړی او له څلوېښتو زياتو يې له چين سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دی. د بېجينګ د سرمشريز فورم په موده کې ښايي چين بيا له نورو شلو هېوادونو او شلو نورو نړيوالو سازمانونو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای