CRI Online

چين او افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په اړوند د نړيوالې همکارۍ د سرمشريزې غونډې په هکله مالومات ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-10 14:37:02

د می په نهمه نېټه په افغانستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ او د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي يوه ګډه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه چې د يو کمربند او يوې لارې په اړوند د نړيوالې همکارۍ د سرمشريزې غونډې په هکله يې مالومات ورکړل چې په بيجينګ کې به ژر تر سره شي.

حکيمي وويل چې چين د افغانستان ستراتيژيکي همکاريز دوست هېواد دی. چين نه يوازې په افغانستان کې د سولې او امنيت په ساتنه کې د دغه هېواد له حکومت او خلکو څخه ملاتړ کوي، بلکی د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې ذات البيني همکارۍ کوي او د اقتصادي پرمختګ او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او د دغه هېواد او د دې سيمې د هېوادونو تر منځ د تګ راتګ په چارو کې له افغانستان سره مرسته کوي. اوس دواړو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې په هکله همکاريزي يادښت لاسليک کړی او اړوندو څانګو په فعاله توګه په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې د اوسپنيزو لارو، سړکونو، انرژيو او فايبرو د ابادۍ پروژو په هکله بحثونه کړي او کوي يې.

سفير ياو جينګ وويل چې يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين لخوا وړاندی شوی او د نړۍ او اړوندو سيمو لپاره عام نظر هم دی. د دغه وړانديز هدف د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا، يو د بل د پرمختګ د ستراتيژو تړل، يو له بل سره مرسته کول او د ګډو ګټو د پرمختګ هڅول دي. د افغانستان حکومت به د يو کمربند او يوې لارې سرمشريزې غونډې ته جګ پوړی پلاوی ولېږي. افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې مهم هېواد او د چين مهم ګاونډی هېواد هم دی. موږ هېله لرو چې د افغانستان او د دې سيمې له هېوادونو سره يو ځای په ګډ د بحثونو، ابادۍ او راکړې ورکړې پر اصولو واقعی همکارۍ پياوړې کړو او ګډې ګټې تر لاسه کړو.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای