د سين هوااژانس د خبر له مخې: د جنوبي کوريا د مرکزي ټاکنو ادارې کميټې د می په ١٠مه نېټه يوه ګډه غونډه تر سره کړه او دا يې تصديق کړی چې د مينجو ګوند کانديد مون جاين د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. له دې وروسته مون جاين د ولسمشر په توګه خپل ماموريت پيل کړ.
د رايو د اخري شميرنې له مخې مون جاين ٤١اعشاريه صفر اته سلنه رايې تر لاسه کړې. څرنګه چې د جنوبي کوريا پخوانې ولسمشرې پارک ګيون هی معزول شوی او دغه هېواد د ولسمشر د نشتوالي په حال کې و، نو مون جاين په مستقيمه توګه د ولسمشر په توګه خپل ماموريت پيل کړ.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |