د سين هوااژانس د خبر له مخې: په م م کې د چين دايمی استازي ليو جي يي د می په ٩مه نېټه له څو اړخيز پرمختګ څخه غوښتنه وکړه او ويې ويل چې اړوندې خواوې بايد په ګډه د م م په مشرۍ د نړيوال ميکانيزم او د ډله ييز امنيتي ميکانيزم ساتنه وکړي او په نړيوالو چارو کې د م م مرکزي رول او مقام پياوړی کړي.
امنيت شورا په همدې ورځ د م م او د اروپايي ټولنې تر منځ د همکارۍ په هکله يوه غونډه تر سره کړه چې د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکو او امنيتي تګلارو د جګ پوړي استازي فيدريکا موغيرني مالومات واوريدل. ليو جي يي په خپله وينا کې وويل چې م م او اروپايي ټولنه بايد په ګډه د بحثونو کولو، ابادۍ او شريکولو پر اصولو د نړۍ د ادارې پر نظريې ټينګې کړي او د نړيوالې سولې، سيمه يز ثبات او نړيوال پرمختګ هڅونه ووکړي.
ليو جي يي وويل چې د نړيوال امنيت په وړاندې د پيچيلو او سختو ننګونو په وړاندې م م او اروپايي ټولنه بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، په ګډه، هراړخيزه، همکاريزه او دواملرونکې توګه د امنيت ساتنې نظريه ودريږي، نه همکاريزې نظريې ليري کړي او په دوه اړخيزه، څو اړخيزې او ګډه ګټې تر لاسه کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |