CRI Online

باراک اوباما د اقليمي بدلون د ښه والي لپاره د بېلا بېلو هېوادونو له ګډو کوښښونو څخه غوښتنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-10 15:37:11

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د می په ٩مه نېټه د ايتاليا په ميلان کې د خوراکونو د نوښت په نړيواله سرمشريزه غونډه کې د ګډون په وخت کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د اقليمي بدلون په پيچيلو او سختو مسئلو سره مقابله وکړي.

باراک اوباما وويل چې د نړۍ هر هېواد د اقليمي بدلون تر اغيزې لاندې دی. د اقليمي بدلون له امله د غلودانو د کرنې ستونزې، د کرهنيزو توليداتو د کموالي او د خوراکونو بيو د لوړوالي حالت رامنځته شوی او سياسي ناثابتوالی هم رامنځته شوی. برسيره پر دې اقليمي بدلون به د غلودانو د کموالي حالت سخت کړي او دغه ستونزې به د بی وزلو هېوادونو د خلکو لخوا پر غاړه واخيستل شي او دوی له دغو مسئلو سره د مقابلې مالونه او پيسی نه لري. هغه د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې تنګې ګټې پريښودل کړي او په ګډه نړۍ وژغوري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای