د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د شميرنې ادارې د می په لسمه نېټه د يوې شميرنې په خپرولو سره دا ښيي چې د اپريل په مياشت کې د چين سي پي ای د مارچ په پرتله صفر اعشاريه يوه سلنه برخه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو اعشاريه دوه سلنه برخه زياته شوه.
د شميرنې له مخې د صنعتي چارو توليد فابريکو پي پي ای د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٦اعشاريه ٤سلنه برخه زياته شوه.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |