د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي د می په ۹مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه په ګردې نړۍ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو بهير د چټکتيا غوښتنه وکړه تر څو د ګډو ګټو په مرکز د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نوي ډول نړيوالې همکاريزې اړيکې ټينګې شي.
په همدې ورځ د م م د اقتصاد او ټولنې شورا د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه مباحثوي غونډه تر سره کړه.ليو جيه يي په خپله وينا کې وويل چې د ۲۰۱۵ کال د م م د پرمختګ په سرمشريزه غونډه کې د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا تصويب شوې او کليدي موخه يې په نړۍ کې بېوزلی له منځه يووړل شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |