CRI Online

چين: هرکلی کوي چې بېلا بېل هېوادونه د يوه کمربند او يوې لارې په پلان کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-10 19:39:28

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د می په ۱۰مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوال همکاريز سرمشريز فورم په اړه معلومات معرفی کړی.هغه وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې پلان ورخلاص او پراخ همکاريز پلان دی.چين هرکلی کوي چې بېلا بېل هېوادونه په فعاله توګه په دغه پلان کې ګډون وکړي او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

د روانې اوونۍ په پای کې به د يوه کمربند او يوې لارې نړيوال همکاريز سرمشريز فورم په بېجينګ کې تر سره شي.د خبر له مخې، د ازبکستان ولسمشر به په وروستيو ورځو کې له چين څخه ليدنه وکړي او په ياد فورم کې به ګډون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای