CRI Online

د چين او د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز ارزښت پرمختيايي انډول د نړۍ د منځنۍ سويې په پرتله لوړ و

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 08:47:38

د سينهوااژانس د خبر له مخې د چين د سوداګرۍ د وزارت مرستيال چيان که مينګ د روانې مياشتې په لسمه نېټه وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د ستراتيژۍ له پلی کېدو راهيسې چين د سوداګريز تګ راتګ او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پرمخبيولو په برخه کې څرګندې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.له ٢٠١٤ کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پورې د چين اود يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت شاوخوا شل زره مليارډه يوانو ته رسيدلی چې پرمختيايي انډول يې له منځنۍ سويې څخه زيات و.

سوداګريز تګ راتګ د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ مهم ټکی ګڼل کيږي. چيان که مينګ د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا په جوړه شوې خبري ناسته کې وويل چې د چين او جنوب ختيځۍ ټولنې ترمنځ ،د چين او جنوبي اسيا ترمنځ ،د چين او اسيايي او اروپايي هېوادونوترمنځ او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو له لارې د بېلا بېلو تصديو تګ راتګ زيات شوی او سوداګريز فرصتونه شريک شوي دي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای