CRI Online

ډنالډ ټرمپ د جنوبي کوريا نوی ولسمشر مون جاين ته امريکا ته د سفر بلنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 08:56:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د مې په لسمه نېټه وويل، د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ په همدې ورځ د جنوبی کوريا له نوی منتخب ولسمشر مون جاين سره په ټلفوني خبرو کې بلنه ورکړه چې په نږدې وخت کې امريکا ته سفر وکړي. مون جاين دغه بلنه ومنله.

ټرمپ مون جاين ته مبارکي وويله. دواړو خواوو موافقه کړې چې د امريکا او جنوبی کوريا ترمنځ اتحاد پياوړی کړي او خپلمنځي دوستانه اړيکې ټينګې کړي.

مون جاين په همدې ورځ د لوړې په مراسمو کې وويل، هغه غواړي په نږدې وخت کې امريکا ته سفر وکړي او د مناسبو شرايطو د لرلو په موقع کې به شمالي کوريا ته هم سفر وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای