د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او لومړي وزير بنليم يلدريم د مې په لسمه نېټه په جلا جلا توګه په دې ناخوښي څرګنده کړه چې امريکا څو ورځې مخکې د سوريې د کردانو ډلې ته د وسلو د برابرولو پرېکړه کړې ده.
اردوغان وويل، د سوريې وضيعت د ترکيې له دولتي خونديتوب سره اړه لري، په سوريه کې د داعش د ځپلو عمليات بايد د يوې بلې ترهګريزې ډلې لخوا ترسره نه شي، امريکا بايد دغه ناسمه پرېکړه تعديله کړي.
يلدريم وويل، ترکيه له دې سره مخالفت کوي چې امريکا د سوريې د کردانو ته وسلې برابروي. که امريکا پر دې ټينګار وکړي، نو نتيجه به يې نه يوازی د ترکيې لپاره ګټوره نه وي، بلکې پر امريکا به هم منفي اغېزه وکړي.
د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند سين سپيسر د مې په نهمه نېټه دا خبر منلی چې ولسمشر ډنالډ ټرمپ د دفاع وزارت ته صلاحيت ورکړی چې د سوريې د کردانو ډلې ته وسلې برابرې کړي تر څو دوی په عادي توګه د داعش له لاسه د سوريې مهم ښار الراقح ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |