CRI Online

د پاکستان صدراعظم د چين لخوا د جوړ شوي عمومي سړک ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 09:14:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم نواز شريف د مې په لسمه نېټه د پاکستان د سړکونو د دولتي ادارې د رئيس په ملګرتيا د کراچۍ او لاهور تر منځ د عمومي سړک د جوړونې پروژې درېيم پړاو وليد او د دې سړک ستاينه يې وکړه. دا د پروسږ کال له اګست وروسته له دې پروژې څخه د شريف دوهمه ليدنه ده. دغه پروژه د چين د پټليو تصدۍ د شلمې ادارې لخوا جوړ شوی.

شريف د ليدنې په ترڅ کې وويل چې د دې سړک د جوړولو سرعت چټک دی، کيفيت يې ښه دی. د چين د پټليو د جوړولو شلمه اداره د چين او پاکستان تر منځ د دوستۍ نښه او د سړک جوړونې پيشقدم دی.

د مالوماتو له مخې، د کراچۍ او لاهور تر منځ عمومي سړک به د ټاکلي پلان سره سم د ۲۰۱۸م کال په اګست کې په کار ولوېږي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای