د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د مې په لسمه نېټه وويل، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لافروف سره د ليدنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې امريکا غواړي له روسيې سره اړيکې ښې کړي.
سپينې ماڼۍ په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، د ټرمپ په اند، امريکا او روسيه د منځني ختيځ مسئلې او د نورو سيمه ييزو مسئلو د حل و فصل په برخه کې د همکارۍ د ټينګېدو شونتيا لري او پر دې يې ټينګار وکړ چې هغه غواړي د امريکا او روسيې تر منځ اړيکې ښې کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيليرسون په همدې ورځ له سيرګي لافروف سره هم ليدنه وکړه. دواړو خواوو د اوکراين او سوريې مسئلو د حل و فصل او د ستراتيژيکي ثبات د ساتنې په ګډون د نورو ګډې علاقې وړ مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړې. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |