د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په لسمه نېټه د چين ددولتي شورا د دايمي چارو د يوې غونډې مشري وکړه .برخه والو د سرحدي سيمو د سمسورتيا او د خلکو د شتمنېدو په هکله ١٣ م پنځه کلن پلان تصويب کړ تر څو په سرحدي سيمه کې سمسورتيا وموندل شي او د بېلا بېلو قومونو د خلکو ژوند ښه شي.په عين وخت کې دوی د عرضي جوړښت د تنظيمولو او د وروسته پاتې توليدي چارو د له منځه وړلو په هکله راپورونه هم واورېدل چې اقتصادي جوړښت غوره شي، او د معلوماتي توليداتو د مصرف لپاره يې اړوند کارونه ترتيب کړي تر څو د اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک په تحرک راولي.
په دې غونډه کې راغلي چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د دولتي شورا له ترتيباتو سره سم به اړوندې څانګې د سرحدي سيمو او د خلکو د شتمنېدو کارونه پرمخبوزي چې دا د يوې شتمنۍ ټولنې د جوړېدو ، د هېواد امنيت او ملی يووالی سره اړيکې لري. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |