د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران لوړ پوړي مشر ايات الله سيدعلي خاميني د روانې مياشتې په لسمه نېټه وويل چې ايران به د دې هېواد د توغندي توان په هکله د دښمنانو ځواکونو سپکاوی له پامه وغورځوي او د توغندي د کنترول توان به پياوړی کړي.
د ايران دولتي تلويزيون خبر ور کړ چې نوموړي په همدې ورځ د دې هېواد د انقلابي ګارد له قوماندان سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې د ايران توغندي په دقيقه توګه هدف چې د څو زرو په کيلو مترۍ کې دی ،په نښه کولی شي او دغه توان به يې بايد وساتل او پياوړی شي.نوموړي وويل چې د ايران پوځی ځواکونه په خپله جوړې شوې وسيلې دي او د هېواد د امنيت ساتلو مهمې لارې چارې دي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |