د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې د يوولسمې نېټې سهاروختي په شاوخوا شپږو بجو د کاشغر سيمې د تاشقورغان تاجک په خودمختاره ولسوالۍ کې د رېکتر په کچه ۵.۵ درجه زلزله وشوه. د ابتدايي شمېرنې له مخې، د زلزلې له امله اته تنه وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان شوي دي.
اوس د ژغورنې کارونه روان دي، ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي. د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې او زيانونو حالت د پېژندنې په حال کې دي.
د چين د زلزلې ادارې د څارنې له مخې، د دې زلزلې د مرکز ژوروالی تر ځمکې لاندې اته زره متره دی، د زلزلې مرکز په شاوخوا شلو کيلومترو کې کابو ۵۸۰ تنه شته. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |