CRI Online

شي جين پينګ د جنوبي کوريا له ولسمشر سره ټلفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 16:04:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۱مه نېټه د جنوبي کوريا له ولسمشر مون جاين سره ټلفوني خبرې وکړې.

رئيس شي وويل، د چين او جنوبي کوريا تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۲۵ کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو تر منځ په اړيکو کې ستر برياليتوب تر لاسه شوی چې بايد وساتل شي. هيله لرم چې د جنوبي کوريا نوی حکومت به د چين د پاملرنې وړ مسئلو ته په درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ثابت او مناسب پرمختګ د هڅولو لپاره به اغېزمن تدبيرونه ونيسي. چين له پخوا راهيسې په کوريايي ټاپووزمۍ کې د ذروي وسلو پر پاکولو ټينګار کړی او کوي يې. چين غواړي د کوريا ټاپووزمه او سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره په دوامداره توګه د جنوبي کوريا په شمول له اړوندو خواوو سره په ګډه کوششونه وکړي.

ښاغلي مين جاين وويل، جنوبي کوريا له چين سره ډيپلوماتيکو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. د چين د پاملرنې وړ مسئلې مې پوره پېژندلې او زموږ نوی حکومت به په دې اړه له چين سره ښه همغږی وکړي چې د دغو مسئلو د حل لاره ولټوي. جنوبی کوريا غواړي د شپږو خواوو د خبرو اترو د بيا پيل له لارې په کوريا ټاپووزمه کې د ذروی وسلو د پاکولو موخه عملي کړي. جنوبي کوريا د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د چين وړانديز ستايي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای