CRI Online

يو کمربند او يوه لاره نظريه چې د چين لخوا وړاندی شوی، نړۍ ته به ګټې ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 16:36:22

څه دپاسه دوه زره کاله مخکې د لرغونې وريښمې لارې په اوږدو کې د چين وريښم، چاي او لوښې او نور توکي لويديځ ته تر اروپا پورې، له اروپا څخه انګور، ښيښې او نور توليدات ختيځ چين ته راتلل چې د ختيځ او لويديځ تر منځ د سوداګريز او کولتوري تګ راتګ هڅونه يې کوله. اوس دغه لرغونې سوداګريزه لاره بيا ژوندۍ شوې ده چې د دغې لارې د بيا پرانيستلو يوه مهمه نښه د يوی شين عو اوسپنيزو لارو جوړول دي چې له چونګ چينګ ښار څخه د شينجيانګ له لارې اروپا ته رسېږي.

د يوی شين عو اوسپنيزې لارې په ٢٠١١ کال کې جوړې شوی چې د چين له چونګ چينګ ښار څخه، د قزاقستان، روسيې، بلاروس، پولنډ په شمول د شپږو هېوادونو د دوولسو ښارونو له لارې د اروپا دويسبورګ ته رسېږي چې عمومي اوږدوالی يې څه دپاسه ١١زرو کيلومترو ته رسيږي او د پيل له ستيشن څخه د پای تر ستيشن پورې لاره دوولسو ورځو ته اړتيا لري چې د بيړۍ په نسبت نژدی ٣٠ ورځې سپمولی شي او بيه يې د الوتکې د لګښت په پرتله يو پر پنځمه برخه نيسي. دغه اوسپنيزې لارې نه يوازې اروپا ته د چيني توليداتو د پلورلو، بلکی د دې اوسپنيزو لارو په اوږدو کې د پرتو هېوادونو مهم توليدات چين ته د ننوتلو او د يو کمربند او يوې لارې په اوړدو هېوادونو تر منځ د سوداګريز تګ راتګ هڅونه کوي. د چونګ چينګ ښار د مالونو لېږد رالېږد مرکز مشر ګو يونګ هونګ وويل (اواز)

د يوی شين عو اوسپنيزو لارو په وسيله د لېږد رالېږد لګښت د الوتکو په پرتله ټيټ او د بيړيو په پرتله زيات دی، نو د لوړو اضافي ارزښت لرونکو مالونو د لېږد لپاره اوسپنيزې لارې يو ښه انتخاب دی.

د شميرنې له مخې ٢٠١٦ کال د يوی شين عو اوسپنيزو لارو په وسيله له چين څخه بهر ته د صادراتي مالونو ارزښت ١٨ بيليارډ يوانو ته ورسيد. اوسمهال بير ته چين ته په اورګاډيو کې د اروپا موټر، پرزې، د لبنياتو او د ګرانو توکيو په شمول بېلا بېل توليدات هم راځي.

د چين او اروپا تر منځ د دغو اوسپنيزو لارو د چټکې پرمختيا نه پر ته د يو کمربند او يوې لارې پلان له وړاندی کېدو وروسته په بېلا بېلو ساحو کې پلانونه په ثابته توګه د عملي کېدو په حال کې دی. د دريو کلونو راهيسی يو لړ مهمې پروژې عملي شوي چې د چين، مغولستان او روسيې، د اسيا او اروپا د لويو وچو تر منځ نوی پل، د چين، منځنې اسيا او لويديځې اسيا، د چين او د اندوچينا ټاپووزمې، د چين او پاکستان، د بنګلاديش، چين، هند او ميانمار شپږ اقتصادي دهليزونه ګام په ګام جوړ شوي. د چين د علومو اکاډمی د جغرافيايي ساينس او سرچينو د انسټيټيوټ څيړونکي ليو وې دونګ وويل(اواز)

د ټولې نړۍ پانګې به فعالې وي او سوداګريز فرصتونه به پيدا شي، ګډې پانګونې او ابادۍ به رامنځته شي چې د پرمختګ ګټې لا زياتو هېوادونو، سيمو او خلکو ته ورسوي.

د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې يوه همکاريزه پروژه ده چې تر ټولو لومړی عملی شوی او په ډېرې چټکۍ سره پرمختګ کوي. يوازې په دوو کلونو کې د پاکستان د سارواشي برقي سټيشن به په کار ولوېږي او په راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو تر همکارۍ لاندې د انرژيو په اړوند د پروژو له جوړېدو وروسته به په پاکستان کې د بريښنا توليدي اندازه يوه چند زياته شي او د بريښنا د کموالي ستونزې به تر زياتې اندازې پورې ښه والی ومومي.

د چين او پاکستان د اقتصادي ډهليز په اړه ځانګړي استازي جفر محمد ويل(اواز)

اوس نړيوال بانک او د درجو ارزونې په هکله نړيوال شرکت د پاکستان د اقتصاد په هکله خوشبين دی. روان کال می د نړيوال بانک راپور کتلی چې له مخې يې په روان کال کې به د پاکستان د جي دي پي د زياتوالي اندازه ٥اعشاريه ٤سلنې ته ورسېږي او دا په تېرو څه دپاسه لسو کلونو کې نه دی رامنځته شوی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای