CRI Online

په ايران کې د چين لوي سفير پانګ سن: د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم به د چين او ايران ترمنځ د اقتصادي همکاريو د ژورتيا لپاره ښه زمينه برابره کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 16:38:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ايران کې د چين لوي سفير پانګ سن څو ورځې مخکې وويل، چې د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم به د چين او ايران ترمنځ د اقتصادي همکاريو د ژورتيا لپاره ښه زمينه برابره کړي.

نوموړي وويل، چې ايران د يوه کمربند او يوې لارې په سيمه کې يو مهم هېواد دی. د دغه وړانديز له وړاندې کېدو څخه وروسته په دريو کلونو کې د ايران بېلا بېلو خواوو دې ته مثبت غبرګونونه ښودلي او په دغه وړانديز کې د ګډون هيلې يې څرګندې کړې. که څه هم د ولسمشريزو ټولټاکنو له امله د ايران ولسمشر په دغه فورم کې ګډون نه شي کولای، خو د ايران د مالي وزير په مشرۍ يو عالی رتبه هئيت به ولېږل شي. مخکې تر دې د ايران چارواکو ويلي و چې د دغه فورم په نسبت به له چين سره د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا لپاره د نظريو تبادله وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای