CRI Online

د افغانستان د بېلا بېلو ټولنو په اند، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز به د جنوبي اسيا سيمې د ګډ پرمختګ وهڅوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-12 09:33:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان څو سياستوالو، سوداګرانو او کارپوهانو څو ورځې مخکې د سين هوا اژانس له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز د سيمه ييز پرمختګ له اړتياوو سره، د افغانستان او چين له ګډو ګټو سره سمون خوري، نو دغه وړانديز به د دواړو هېوادونو او د جنوبي اسيا  ګډ پرمختګ وهڅوي.

په چين کې د افغانستان پخواني سفير سلطان احمد هحين وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز اصلي موخه ګډ پرمختګ دي. اوس د افغانستان پرمختګ سرعت ورو دی او بايد په بېلا بېلو ساحو کې له ګاونډيو هېوادونو سره همکاري پياوړی کړي. د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې په وړانديز کې د افغانستان او چين تر منځ د همکارۍ هيله ښکاري، نو افغان حکومت او خلک ورڅخه ملاتړ کوي. دغه وړانديز به نه يوازې د دواړو هېوادونو وګړيو ته بلکې ټولې سيمې ته ګټې ورسوي.

د افغانستان د پارلمان غړې فوزيې کوفي وويل،افغانستان بايد په فعاله توګه د يوه کمربند او يوې لارې په وړانديز کې ګډون وکړي، څرنګه چې دا د دواړو خواوو د وګړيو لومړۍ هيله ده.

د افغان حکومت د يوې شمېرنې له مخې، اوس چين د افغانستان تر ټولو لوی پانګوونکی دی او درېيم لوی سوداګريز همکار دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو ټولنې مرستيال رئيس يونس محمند وويل، اوس د افغانستان صادراتي ارزښت د وارداتو په نسبت ډېر کم دی. افغانستان غواړي د يوه کمربند او يوې لارې په جوړونه کې د ګډون له لارې له ګاونډيو هېوادونو سره تماس پياوړی کړي او د خپل اقتصادي ابادۍ هڅونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای