د سينهوا اژانس د خبر له مخې، سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن ديميستورا د مې په ۱۱مه نېټه په ژنيو کې خبريالانو ته وويل، د سوريې مسئلې په اړه د نوې دورې په خبرو اترو کې چې د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه به پيل شي، بايد د اوسنيو برياليتوبونو پر بنسټ نوې لاسته راوړنې تر لاسه شي.
د روانې مياشتې په سر کې روسيې، ترکيې او ايران په سوريه کې د شخړو کچې د ټيټېدو د سيمې د جوړېدو يادښت لاسليک کړ. د ډيميستورا په اند، د بشريت له لحاظه دغه سيمه لږ تر لږه له دوه اعشاريه شپږ مليونو سوريانو سره مرسته کولای شي. هغه وويل، اټکل کېږي چې د نوې دورې خبرې اترې به د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه پای ته ورسيږی چې د پخوانيو څو ځلو خبرو اترو په نسبت وخت به يې ډېر لنډ وي او موثريت به ولري، لامل يې دا دی چې مخکې د استانا په خبرو اترو کې اغېزمن برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |