د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د مې په ۱۱مه نېټه وويل، فلسطين غواړي له اسراييلو سره د شخړو د ختمولو لپاره له روسيې او امريکا سره تر وسې پورې همکاري وکړي.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په همدې ورځ په سوچي ښار کې له عباس سره وکتل. تر خبرو اترو وروسته عباس په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، روسيې د منځني ختيځ مسئلې د حل په ترڅ کې مهم رول لوبولی. فلسطين غواړي د روسيې بلنه ومني چې په مسکو کې درې اړخيزو خبرو اترو کې ګډون وکړي. فلسطين چمتو دی چې له امريکا سره همکاري وکړي چې د سوله ييز تړون د لاسليک او د فلسطين او اسراييلو ترمنځ شخړو ته د پای رسولو لپاره تر وسې پورې کوششونه وکړي.
پوتين وويل، فلسطين له اسراييلو سره په سوله ييزه توګه ګډ ژوند په منځني ختيځ کې د ريښتينې سولې او ثبات د رامنځته کېدو اړين شرط دی. د فلسطين او اسراييلو ترمنځ شخړې يوازی د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي. روسيه به له م م ، امريکا او اروپايي ټولنې سره د فلسطين او اسراييلو ترمنځ د ډيالوګ له بيا پيل ملاتړ ته دوام ورکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |