CRI Online

ليو چي باو: بايد د کلتوري اصلاحاتو هڅونه وشي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-12 14:20:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د اتلاعاتو او نشراتو ادارې د مې په ۱۱مه نېټه په شن جن ښار کې د کلتوري ميکانيزم د اصلاحاتو د ژوروالي غونډه ترسره کړه. د دې ادارې مشر ليو چي باو په دې غونډه کې وويل، دغه اصلاحات بايد په سم  لورې روان وي، په ترڅ کې يې دې همغږی او ترتيبات ښه ترسره شي چې د کلتوري اصلاحاتو  هڅونه وشي.

ليو چي باو پر دې ټينګار وکړ چې د کلتوري ميکانيزم اصلاحات بايد ټولنيزو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او په عين وخت کې دې ټولنيزې ګټې له اقتصادي ګټو سره يو ځای کړي، حکومتي کلتوري شرکتونه بايد خپل هنري ځانګړتيا لرونکی عصري نظام جوړ کړي، د خبري رسنيو لخوا د عامو افکارو پر سمې لارښونې د ټينګار ميکانيزم دې بشپړ شي او د حکومتي کلتوري او هنري پانګو څارنې دې پياوړې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای