CRI Online

د افغانستان وضعيت ښايي لا نور ترينګلی شي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-12 14:46:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د استخباراتو مشر دان کواټس د مې په ۱۱مه نېټه وويل، که څه هم افغانستان لا زياتې پوځي مرستې تر لاسه کړي، خو امکان شته چې د افغانستان سياسي او امنيتي حالت نور ترينګلی شي.

دان کواټس په همدې ورځ د امريکا د سنامجلس په يوه غونډه کې وويل، د امريکا استخابراتي اداره د افغانستان د سياسی او امنيتي وضعيت تر ارزونې وروسته دا نظر لري چې که څه هم امريکا او د ناټو نور غړی هېوادونه تر يوې اندازې پورې له افغانستان سره مرستې زياتې کړي، خو د افغانستان امنيتی وضعيت ترينګلتيا به د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې پاتې وي. اټکل کېږی چې د طالبانو ځواک به په دوامداره توګه د افغانستان په کليوالو سيمو کې پياوړی وي. بله خوا، د کورني اقتصادي سختوالی له امله به د حکومتي پوځ ځواک کمزوری وي. نو افغان حکومت له طالبانو سره د سوله ييز تړون له لاسليکېدو مخکې به بهرنيو نظامي پوځونو ته دوامدار اړتيا ولري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای