د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين مرستيال استازي وو های تاو د مې په ۱۱مه نېټه وويل، چين به له نړيوالې ټولنې سره د ترهګرۍ ضد د مبارزې په برخه کې له نړيوالې ټولنې سره همکاري پياوړې کړي او د لويې پيمانې وژونکو وسلو او د ليږدونکو سامان الاتو د خپرېدا د مخنيوي نړيوال سيستم به بشپړ کړي او په ګډه به نړيواله سوله او ثبات وساتي.
امنيت شورا په همدې ورځ د داعش او القاعدې ډلو د ځپلو کمېټې، د ترهګرۍ ضد د کمېټې او د لويې پيمانې وژونکو وسلو د خپرېدا د مخنيوي کمېټې په اړه يوه ګډه غونډه ترسره کړه. ښاغلي وو های تاو په دې غونده کې وويل، ترهګريزې ډلې نړيوالې سولې او ثبات ته ګواښونه رسوي، نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره همکاري پياوړې کړي. چين هيله لري چې دغه کمېټې له اړوندو هېواونو سره تبادلې پياوړې کړي، د ترهګرۍ ضد د مبارزې په اړه له سيمه ييزو او د دوهمې کچې سيمه ييزو ميکانيزمونو سره همکاري لا ژوره کړي اوله دغو هېوادونو او سيمو څخه ملاتړ وکړي تر څو د ترهګرۍ ضد توان لوړ کړي. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |