د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوو هېوادونو ډلې د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو غونډه د مې په ۱۱مه نېټه د ايټاليې په باری ښار کې ترسره شوه، د اقتصادي احاطې پرمختګ د دې غونډې عمده عنوان و.
ايټاليا د دې ډلې د رئيسه هېواد په توګه په دې غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د دغې غونډې ګډون کوونکو د اقتصادي احاطې پرمختګ، نړيوالو مالياتي نظام، د انټرنيټي شبکې د خونديتوب، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د پانګو راغونډېدو او د نړيوالو پولي ارګانونو ترمنځ د همکارۍ په شمول د يو لړ مسئلو په اړه بحثونه وکړل. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |