CRI Online

د پاکستان کارپوه: د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز ټوله نړۍ سره يو ځای کولای شي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-12 16:21:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې په اړه نړيوال سرمشريز فورم به ژر په بېجينګ کې پيل شي. د پاکستان د دفاعي پوهنتون مرستيال پروفيسر او د چين او پاکستان د مسئلې د څېړنې کارپوه هومايون خان څو ورځې مخکې خبريال ته ويلي، اوس نړيوال وضعيت د پيچلي بدلون په حال کې دی، د نړيوال اقتصاد بيااحيا کمزورې ده. په دې موقع کې چين په پرانيسته او فعاله رويه بهرنې همکارۍ کوي، خپله اغېزه او د يو لوی هېواد مسئولانه رويه يې څرګنده کړې ده.

ده وويل، د رئيس شي لخوا وړاندی شوی د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز د نړۍ د سره يو ځای کېدو لپاره يو نوی ډګر برابر کړی او د نړيوال اقتصاد د هڅولو لپاره يې چينی لايحه وړاندې کړې ده. دغه وړانديز د چين يوازنې نظريه نه ده، خو ټولې نړۍ پکې برخه اخيستلی شي. په بېجينګ کې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه نړيوال سرمشريز فورم به د ګډون هېوادونو تر منځ د دوستۍ پل جوړ کړي چې ستر اهميت لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای