CRI Online

د پاکستان د مشرانو جرګې د مشر مرستيال پر کاروان د بريد له امله ۱۷ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-12 20:55:44
د پاکستان د مشرانو جرګې د مشر مرستيال پر کاروان د بريد له امله ۱۷ تنه وژل شوي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان د مشرانو جرګې د مشر مرستيال مولانا عبدلغفور حيدري کاروان د می د ۱۲مې نېټې تر غرمې وروسته په بلوچيستان ايالت کې له بريد سره مخامخ شو چې له امله يې لږ تر لږه ۱۷تنه وژل شوي او د حيدري په ګډون ۳۰ تنه ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې ټپيان روغتون ته لېږل شوي دي. د پوليسو په قول دغه بريد ښايي يو ځانمرګی بريد وي.تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای