CRI Online

د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چی د م م د ٧١مې دورې د عمومي اسامبلې له رئيس پيتير تومسين سره کتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 11:01:37

د سين هوااژنس د خبر له مخې: د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چی د می په ١٢مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د م م د ٧١مې دورې د عمومي اسامبلې له رئيس پيتير تومسين سره کتنه وکړه چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ په سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي.

يانګ جي چی وويل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان د انسانانو د برخليک د يو اتحاد جوړولو لپاره د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی نظر دی. دغه پلان يو پرانستی او د زغم ډګر دی چې په ګډه د بحثونو، ابادۍ او شريکولو پر اصولو تينګار کوي او د م م د ٢٠٣٠ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا لپاره به ځواکمن ملاتړ برابر کړي. چين به د م م د عمومي اسامبلې له کارونو څخه ملاتړ وکړي.

تومسين وويل چې د خلکو د برخليک د يو اتحاد جوړولو نظريه د نړۍ د راتلونکې لپاره ډېره مهمه ده او زه د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز نه ملاتړ کوم او غواړم چې له چين سره نژدې همکارۍ وکړم.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای