CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره کتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 14:59:31

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د می په ١٣مه نېټه د دياو يوی تای په دولتي هوټل کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره کتنه وکړه چې په چين کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ په سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي.

شي جين پينګ وويل چې چين له پاکستان سره اړيکو ته د چين په ديپلوماتيکو اړيکو کې لومړيتوب ورکړی دی او غواړي چې له پاکستان سره د هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي.د چين او پاکستان تر منځ د اړيکو پياوړتيا لپاره دې د دواړو خواوو د جګ پوړو مشرانو، حکومتونو، عدل څانګو، ګوندونو تر منځ تګ راتګ پياوړی شي. دواړه خواوې بايد د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادی دهليز د ابادۍ، د ګوادر بندر او د شاو خواوو اړوندو پروژو، د اقتصادي دهليز په اوږدو کې د صنعتي چارو مرکزونو د ابادۍ هڅونه وکړي، د دهليز راتلونکی پلان بشپړ کړي، د ترافيکي بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو، د انرژيو او د خلکو د ژوند په اړوند همکاريز پلانونه عملي کړي. دواړه خواوې بايد د ترهګرۍ ضد مبارزو او د امنيت ساتلو په ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په نړيوالو او سيمه يزو چارو کې دې همغږۍ او همکارۍ نژدې کړي.

نواز شريف وويل چې پاکستان له چين سره د اړيکو د ټينګښت ملاتړ کوي او غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې همکارۍ وکړي. پاکستان غواړي چې له چين سره يو ځای د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي دهليز په اړوند بېلا بېلې پروژې عملي کړي. پاکستان به د م م او د شانګهای د همکارۍ سازمان په شمول د څو اړخيزو سازمانونو په چوکاټ کې له چين سره متقابلې همکارۍ وکړي او د نړيوال او سيمه يز ثبات ساتلو لپاره به هڅې او کوښښونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای