CRI Online

د جنوبي کوريا نوی حکومت غواړي چې په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 15:18:17

د سين هوااژانس د خبرله مخې: د جنوبي کوريا د پلاوي مشر پارک بيونګ سيوک چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ په سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي، د می په ١٢مه نېټه ماښام وويل چې د دغه هېواد نوی منتخب ولسمشر مون جاين په مشرۍ حکومت غواړي چې په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې برخمن وي او هېله لري چې دغه پلان به د جنوبي کوريا په شمول اسيا ته د اقتصادي پرمختګ فرصتونه ورسوي.

پارک بيونګ سيونک وويل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان نه يوازې د چين بلکې په اسيا او نړۍ پورې اړه لري. هغه هيله لري چې يو کمربند او يوې لارې پروژه به د اروپا او اسيا د لويو وچو په ختيځ کې د کوريا ټاپووزمه نښلوي چې د شمال ختيځې اسيا د سمسورتيا او سولې لپاره به ستر اهميت ولري او د شمال ختيځې اسيا د اقتصادي اتحاد د ابادۍ لپاره به ګټوره وي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای