د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د دولتي امنيتي چارو مرستيال هربرټ مکمستر د می په ۱۲مه نېټه وويل چې له منځني ختيځ څخه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړۍ ليدنه به په منځني ختيځ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د سيمه ييزې سولې د رامنځته کېدو لپاره ګټوره وي.
مکمستر په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې ټرمپ به د روانې مياشتې په پای کې له سعودي عربستان څخه ليدنه وکړي.هغه به د منځني ختيځ له ملګرو څخه غوښتنه وکړي چې د سيمه ييزې سولې د رامنځته کېدو لپاره په لوی زړه نوي تدبيرونه ونيسي او د داعش پر ضد مبارزه پياوړې کړي او په مستقيمه توګه د ايران او سوريې د حکومتونو له ننګونو سره مقابله وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |