CRI Online

په م م کې د ايران دايمي استازی:د يوه کمربند او يوې لارې پلان منځني ختيځ او نړۍ ته ګټه رسولې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 17:45:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م کې د ايران دايمي استازي غلام علي خوشرو په وروستيو ورځو کې خبريالانو ته وويل چې د چين له خوا د يوه کمربند او يوې لارې پلان د ايران په ګډون منځني ختيځ سيمې او نړۍ ته ګټې رسولې دي.هغه د دې پلان ډېره ستاينه وکړه چې د ايران د اقتصادي سمسورتيا،د منځني ختيځ د حالاتو د ارامتيا او د م م د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ پلان د پرمخبيولو لپاره ستر رول لوبولی دی.هغه ټينګ باور لري چې د يوه کمربند او يوې لارې پلان به ټولو اړوندو هېوادونو ته ګټه ورسوي.

خوشرو وويل چې ايران پخوا د ورېښمو پر لرغونې لارې يو ستر هېواد و او نن ورځ د يوه کمربند او يوې لارې پلان د پلي کېدو په بهير کې هم مهم رول لوبوي.د دې پلان له لارې به د ايران د انرژۍ،ټرانسپورټ،ساينس او ټېکنالوژۍ او د پانګونو ساحو ته ګټه ورسول شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای