د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د می په ۱۳مه نېټه د پاکستان د بلوچستان ايالت په ګوادر سيمه کې د ۲ بريدونو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بوګتي خبري رسنيو ته وويل چې ۲ پېښې د بلوچستان ايالت په ګوادر ښار کې شوې.ټپيان او د مړو شويو کسانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |