CRI Online

د بېجينګ د ساينس او تېکنالوژۍ پوهنتون کې د محصلينو ښکلې خوندوره نړيواله کولتوري مېله

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 21:10:24

د بېجينګ د ساينس او ټېنکنالوژۍ پوهنتون په چین کې د علمي کدرونو د روزنې مشهور مرکز دی، په دې پوهنتون کې پر چينايي ځوانانو سربېره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هم ځوانان د ښو او معتبرو زده کړو تر لاسه کولو لپاره راغونډ شوي دي، نو ځکه په دې پوهنتون کې هر کال نړیوال کولتوري فعاليت ترسره کيږي، چې پکې د نړيوال کولتور رنګارنګي او ښکلاګانې پکې یو ځای را ټولې او ليدل کيږي. د سږ کال په دې کولتوري فعاليت کې د ۹۵هېوادونو محصلينو د خپلو هېوادونو په استازولۍ غرفې جوړې کړې وې. د هر هېواد د کولتوري فعاليت غرفه په خپل ملي بيرغ، ملي جامو، ښکلو منظرو، د مشهورو شخصيتونو په انځورونو او عکسونو ښکلې کړای شوې او پېژندل کېدله.

په دې پوهنتون کې افغان ځوانان هم په زده کړو بوخت دي، د افغانستان د کولتوري غرفې سمبالوونکو تر نورو زيات زيار ايستلی و، د افغانستان پېژندنې په اړه يې ډير داسې څه نندارې ته پکې اېښي وو، په دې نندارتون کې د افغان غرفې بله ځانګړتيا دا وه چې پکې مشهور خوندور افغان خواړه هم د خوړلو لپاره اېښودل شوي وو داسې چې نندارچيان يې نه په خوند مړېدل او نه په ستاينو ، د ډېرو نندارچيانو پام يې خپل کړی و.


1  2  3  4  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای