د می د۱۴ مې نېټې په سهار به د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ فورم په بېجينګ کې پرانيستل شي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړي. له پرانيستونکو مراسمو وروسته په لوړپوړوې عمومي غونډه ترسره شي او د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي او تر ۱۰ زيات بهرني مشران، د نړيوالو سازمانونو مسئولين به پکې ګډون وکړي او ويناوې وکړي.
سي ار اي به په خپله رسمي ويبپاڼه کې په چيني ، انګليسي او روسي ژبو د دغه فورم او لوړپوړوې عمومي غونډه ژوندي خپاره کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |